سټولټنبرګ: حلب ته روانه شوې روسۍ بېړۍ به ناورین زیات کړي

د ناټو سرمنشي وایي د دې اندېښنه لري چې د روسیې یوه تازه لویه جنګي بېړۍ چې حلب ته روانه شوې د دغه جنګ ځپلي ښار بشري ناورین به نور هم زیات کړي.

ینزسټولټنبرګ پرون وویل چې روسیه حق لري چې په ازادو اوبو کې تحرکات ولري خو که دا بېړۍ په سوریه کې د پوځیانو تقویت ته ورځي بشري ناورین به لا زیات کړي:

"هغه څه چې د اندېښنې وړ دي دا دي چې دا بېړۍ چې پوځیان پکې دي او الوتکې هم پکې کېناستلی شي کېدای شي په سوریه کې په روانو عملیاتو کې ترې ګټه پورته شي، دا چې پوځي بېړۍ له مدیترانې سمندرګي نه مخ په حلب روانه ده او پوځیان پکې سپاره دي دا له پخوانیو هغو سره چې لیدل شي توپير لري."

دا جنګي بېړۍ د امیرالبحر کوزنیستوف په نوم یادېږي.

دا بېړۍ چې په خپل نوع کې د روسي پوځیانو یواځینۍ بېړۍ ده په لسهاوو جنګي الوتکې ترې پروازونه کولای شي.