د ترکیې پوځ وايي، جنګي الوتکو یې د سوریې په شمال کې ۲۶ هوايي بریدونه کړي او تر دوو سوو پورې کُردي وسلهوالیې وژلي دي.
د ترکیې د پوځي چارواکو په وینا دا هوايي بریدونه د حلب ښار په هغو سیمو کې شوي چې په دې وروستیو کې کُردي ملېشو د اسلامي دولت له وسلهوالې ډلې څخه نیولې دي.
یو لوړپوړي کُردي قوماندان محمود بارخادان بیا ویلي چې لس تنه وسلهوالیې وژل شوي دي.
د سوریې فعالانو بیا د ترکیې د پوځ په دې بمباریو کې د وژل شویو کسانو شمیر یولس تنه ښودلی دی.