د عراق صدراعظم وايي، د اسلامي دولت له وسلهوالې ډلې څخه د موصل د ښار د بیرته نیولو عملیات له هغه څه چې مخکې پلان شوي و چټک پر مخ روان دي.
حیدرالعبادي دا څرګندونې د موصل د راتلونکې په اړه پاریس کې جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته د ویډیو کنفرانس له لارې وکړې.
عبادي د عراق د پوځي او کُردي ځواکونو ترمنځ همکاري وستایله او ویې ویل دوی د عراق د خاورې د ازادۍ لپاره په همغږه توګه جګړه پر مخ وړي.
ښاغلي عبادي زیاته کړه:
"نن په موصل کې زموږ جګړه د عراق لپاره جګړه ده چې د عراقیانو له خوا د عراقیانو لپاره او د عراق د خاورې د ازادۍ لپاره پر مخ وړل کیږي."
نوموړې دا څرګندونې د عراق د دویم لوی ښار موصل د بیرته نیولو د عملیاتو په څلورمه ورځ کوي چې ویل کیږي کردي او عراقي ځواکونو په کې یوه لړ پرمختګونه کړي دي.