د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وايي، داسې شواهد شته چې د اسلامي دولت د وسلهوالې ډلې غړي د عراق له موصله سوریې ته تښتي.
په موصل کې د داعش خلاف له تېرو څلور ورځو راهیسې پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي.
د موصل د راتلونکي په اړه پاریس کې یوې نړیوالې غونډې ته د وینا پر مهال د فرانسې ولسمشر نن پنجشنبه وویل، د دې لپاره چې دا وسلهوال په رُقه کې چې په سوریه کې د داعش پوخ مورچل ګڼل کېږي له نورو وسلهوالو سره یوځای نهشي باید ټولې هڅې وشي.
د فرانسې ولسمشر وویل، د هغو ترهګرو په تعقیب کې د تېروتنې بیه نهشو پرې کولای چې همدا اوس له موصله رقې ته په تېښته دي.
ګومان کې چې د عراق په دوهم لوی ښار موصل کې به د څلورنیم زرو په شاوخوا کې د داعش وسلهوال واوسي.
دوی دا ښار له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې نیولی دی.