روسي چارواکي وايي، شمالي قفقاز کې یې ۶ تنه نیولي

روسي چارواکي وايي، دوی شمالي قفقاز کې شپږ تنه نیولي چې ویل کېږي د اسلامي دولت له وسله‎والې ډلې سره اړیکې لري.

د کارچایو-چیرکیسیا په سیمه کې د روسیې د فډرالي امنیت ادارې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، وروسته له هغې چې امنیتي څېړونکو په سیمه کې ټوپکې، مهمات او چاودېدونکې مواد وموندل ورپسې یې دا ډله هم نیولې ده.

چارواکو ویلي، داسې وېډیويي اسناد یې هم تر لاسه کړي چې په‎کې دا ډله له داعش سره بیعت کوي.

د مشکوک کسانو چې د ستاوروپول او د داغستان د کارچایو -چیرکیسیا د سیمو استوګن ښودل شوي د ترورېزم له تورونو سره مخ دي.

روسي چارواکي وايي، د روسیې او پخواني شوروي د جمهوریتونو لږترلږه پنځه زره اتباع سوریې او عراق ته د داعش له ډلې سره د یوځای کېدو لپاره تللي دي.