د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د نغلو په سیمه کې د سل مېګاواټ لمریزي برېښنا د تولید په هدف به د اسیا پراختیایي بانک سره تړون لاسلیک کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژې د برخې مرستیال امانالله غالب نن ازادي راډیو ته وویل، د هغو پروژو لېست چې په عملي کولو سره بهیې افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو کې د انرژۍ د تولید له پلوه پر ځان بسیا شي د اسیا پراختیایي بانک سره شریک کړی دی.
ښاغلي غالب زیاته کړه:
"هغه پروژې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان د انرژۍ له پلوه خود کفا کړي د اسیایي بانک سره مو شریکې کړې او ټاکل شوې یو تړون به د اسیایي بانک او نورو مرستندویانو سره د نغلو د سل مېګا واټه برېښنا د تولید لپاره لاسلیک کړو."
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د نغلو په سیمه کې سل مېګا واټه لمریزه برېښنا به کابل او شرقي ولایتونو ته وویشل شي او د کورنیو سربېره به صنعتي پارکونه هم ورڅخه استفاده وکړي.