له اروپايي هېوادونو د افغان مهاجرینو اېستلو په اړه اندېښنې

د مدني فعالانو او د بشري حقونو خوندیتوب شبکه په زوره له اروپايي هېوادونو د افغان مهاجرینو اېستل د اندېښنې وړ بولي.

د دغې شبکې مشر نعیم نظري د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د اروپايي ټولنې دغه کار د بشري حقونو د کنوانسیون خلاف عمل دی.

نوموړی وايي، که افغان مهاجر له اروپايي هېوادونو په زوره واېستل شي نو دوی به بیا د ورتګ هڅه وکړي.

په ورته وخت کې دغه ټولنه، مسؤلین په اروپا کې د افغان مهاجرو د حقونو په دفاع کې ناتوان بولي.