انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د دوهم پړاو چارې د غوراوي کمېټې له لوري تکمیل شوې.
د دغې کمېټې غړي وايي، ۷۲۰ غوښتنلیکونهیې ارزولي چې ۳۷۱ یې په شرایطو برابر دي.
د غوراوي کمېټې غړي یوسف رشید په دې اړه نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل:
"د ۷۲۰ درخواستۍ له جملې څخه ۳۷۱ په شرایطو برابر دي ۳۳۷ په شرایطو برابر نهدي او دولسیې باطل دي. هغه اسناد چې قانوني احکامیې پوره کړي نهوو په شرایطو برابر نهدي."
د غوراوي کمېټې مسؤلین وايي چې په شرایطو د برابرو کسانو د اسنادو له ارزونې او مصاحبو وروسته به ۲۱ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او ۱۵ تنه به د انخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره ولسمشر ته معرفي شي.
د یادو کسانو له ډلو به ولسمشر اووه تنه د انتخاباتو د کمېسیون او پنځه تنه بهیې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره د کمېشنرانو په توګه انتخاب کړي.