د عراق په موصل کې کُردي جنګیالیو تازه بریدونه پیل کړي

کُردي جنګیالي وايي، دوی تازه بریدونه پیل کړي څو د عراق د موصل ښار په شمال او ختیځ کې له پرتو کلیو داعش وسله‎وال وباسي.

د کُرد پېشمرګه ځواکونو نن پنجشنبه وویل، دا عملیات به په څلورو جبهو کې پر مخ یوسي.

د روېټرز خبري اژانس وايي، د موصل له ښاره په شل کېلو مترۍ کې پر هغو کلیو توغندي او هاوانونه لګېدلي چې د اسلامي دولت د وسله‎والې ډلې په واک کې دي.

په عین حال کې پر دې کلیو هلیوکوپټرې هم د الوتنو په حال کې لیدل کېږي.

دا نوي عملیات د موصل ښار د نیولو لپاره د پراخو عملیاتو په څلورمه ورځ پیلېږي.

ویل کېږي چې په تېرو څلورو ورځو کې کُردي او عراقي ځواکونو په سیمه کې بریاوې لرلي دي.

د عراق پوځ د موصل خواته له جنوبه نېږدې کېږي او د عراق ځانګړي ځواکونه هم له دې عملیاتو سره یو ځای شوي دي.

ویل کېږي چې د پنجشنبې په ورځ دې ځواکونو د بارتالا په ښارګوټي کې پرمختګ کړی دی.

د عراق د پوځ یو جنرال مان‌السعدي وايي، د عراق ځانګړي ځواکونو سره د امریکا په مشرۍ د ائتلاف هوايي ملاتړ او درنه توپخانه ملګرتیا کوي.