ننګرهار چارواکي: د ګاز ډبې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړي

ننګرهار ولایت کې په یوه موټر کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په سې پای څلور لارې سیمه کې الټو ډوله موټر کې د ګاز ډبې چاودنې له امله په یاد موټر کې ناست او څېرمه ۱۱ کسان ټپیان شوي کړي.

نوموړی وايي، ټپيان د جلال‎اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي.