د هلمند نادعلي کې د وسله‎والو د ماینو فابریکه له‎منځه وړل شوې

هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مسؤلین وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې یې د وسله‎والو د ماینونو یو فابریکه له‎منځه وړې ده.

د دغه قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي نن په هلمند کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې یاده فابریکه یې تېره شپه د قهر میوند په نامه د خاصو عملیاتو په نتیجه کې له‎منځه وړې ده.

د ښاغلي احمدزي په خبره په یادو عملیاتو کې یې ۱۵ وسله‎وال مخالفین نیولي هم دي.

وسله‎والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

په ورته وخت کې د یو بل خبر له مخې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې یو ماشوم او درې مېرمنې ووژل شوې.

د هلمند ولایت له مقامه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ماین د طالبانو له لوري د سفلا په سیمه کې ځای پر ځای شوی و چې د قومي مشر زقوم اکا د کورنۍ پر غړو وچاودېد.