د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي چې د ماینپاکۍ د یوې موسسې یو شمېر کار کوونکي چې پرون په دې ولایت کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا تښتول شوي وو، بېرته خوشې شوي دي.
د لوګر د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات ازادي راډیو ته وویل چې دا شل تنه د قومي مخورو په منځګړیتوب ازاد شوي.
په دې اړه نسیم شفق له ښاغلي سادات سره مرکه کړې او په سر کې یې د هغوی د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه ورڅخه پوښتلي دي.
Your browser doesn’t support HTML5