د اوکراین، جرمني، فرانسې او روسیې مشرانو موافقه وکړه چې د راتلونکې میاشتې تر پایه به د اوکراین د ختیځ په اړه د مېنسک د سولې تړون د عملي کېدو لپاره د لارې نقشې یو پلان ترتیب کړي.
برلین کې د اوکراین او سوریې د جګړو په اړه له شپږ ساعته خبرو وروسته چې تر نن سهار پورې یې دوام وکړ، د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل خبریالانو ته وویل چې مشران ډېر فوقالعاده نتیجې ته ونهرسېدل خو د لارې نقشه به وکولای شي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د مېنسک د سولې تړون عملي کېدل مخ ته یوسي.
مشرانو دغهراز د اوکراین په ختیځ کې د غیرنظامي ساحې د رامنځته کولو او هم د بشري وضعیت د ښه کېدو په اړه هم خبرې وکړې.
مېرکل وویل، دا ډول خبرو ته ډېره اړتیا ده چې دغه فرصت له لاسه ونهوځي.