د کندهار سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې د دغه ولايت څخه د شاوخوا ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۶۵۵ ټنه انار بهر ته صادر شوي.
د کندهار سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله ذهیر ازادي راډیو ته وویل، که څم هم د انارو موسم تازه پیل شوی خو لا هم د دغه ولایت څخه ۱۶۵۵ ټنه انار پاکستان او هندوستان ته د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.
د ذهیر په وینا له دې جملې څخه ۱۱۴۰ ټنه انار پاکستان او ۵۱۵ ټنه هندوستان ته صادر شوي.
د نوموړي په وینا زرګونه ټنه نور انار په غير راجسټر ډول په هېواد کې دننه کابل، هرات او ځينو نورو ولايتونو او دغهراز پاکستان ته صادر شوي دي.
ښاغلي ذهیر زیاته کړه:
"۱۱۴۰ ټنه انار پاکستان ته صادر شوي او نېږدې ۵۱۵ ټنه انار هند ته صادر شوي دي."
د سوداګرۍ خونې د مشر په وينا سږ کال موسمي ناروغي نهشته او ونو د تېرو کلونو په پرتله ډېر زيات انار کړي چي په دې توګه سږ کال د نورو کلنو په پرتله په انارو کې ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلی او دوی هیله لري چې د موسم تر ختمه پورې به د شاوخوا سل میلیونه ډالرو په ارزښت انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.
نصرالله ذهیر که څه هم له حکومته د کندهار انارو لپاره د نړیوال بازار د پیدا کولو غوښتنه کوي خو زیاتوي چې سږ کال به یوه اندازه د نمونې په توګه فرانسې ته هم ولېږدول شي.
بلخوا باغ لرونکي هم د انارو حاصلات ښه بولي دوی وايي، سږ کال چې په کندهار کې کوم انار شوي په تېرو کلونو کې يې سارى نهدی ليدل شوی.
دوی له حکومت ګېله کوي چې تازه مېوو تهيې د نړیوال بازار په پیدا کولو کې همکاري نهده کړې.
دوی وايي:
"سږ کال خو ډېر ښه انار شوي خو زموږ حکومت باید بازار ورته پیدا کړي نورو هېوادونو تهیې واستوي اوس خو هغه خپل سر ولاکه جوړوي."
باغ لرونکي او د مېوې سوداګر وايي چې دوی ته دې د هوا د لارې بهر ته د مېوو په خاص ډول د انارو د انتقال لپاره امکانات برابر شي.
د سوداګرو په وینا زیاتره وخت د مېوو په موسم کې د پاکستان سره سرحد وتړل شي او یا هم د واګې پر بندر ځينې وختونه موټرونو ته اجازه نهورکول کېږي او يا هم ځنډېږي چې له املهيې د لمدې مېوې کيفيت لهمنځه ځي.
راپور: محمد صادق رښتینی