د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ لپاره نوی قومندان وټاکل شو.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وایي، د کورنیو چارو وزارت په پیشنهاد او د ولسمشر په منظورۍ مل پاسوال سید ګل اقا روحاني د ننګرهار امنیه قومندان په توګه وګمارل شو.
قومندان ګل اقا روحاني له دې مخکې د ۱۰۱ اسمایي زون د عملیاتي معاون په حیث وظيفه ترسره کوله.
له دې مخکې د ننګرهار امنیه قومندان زړور زاهد و چې د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.