ایسا: فضا ته استول شوی ماشین د مریخ پر غولي کېناست

د اروپا فضایي مرکز یا "ایسا" خبر ورکړ چې فضا ته د دوی استول شوی ماشین د مریخ پر غولي کېناست.

پر دې ماشین په میلیارډونو ډالر لګېدلي دي چې په مریخ کې به څېړنه وکړي چې هلته ژوند شته، که نه‌شته.

ساینس‎پوهان د جرمني له درامشتات څخه دا مأموریت کنټرولوي.

دا فضایي مأموریت "ایسا" له روسیې سره یوځای پیل شوی دی.

دغه ماشین پنځه سوه اووه اویا کېلو ګرامه بېټرۍ لري چې د څو ورځو لپاره به انرژي ولري او له مریخه به ځمکې ته معلومات رالېږي.

پرون دغه ماشین ځمکې ته حال راکړ چې د مریخ پر غولي ښکته شو.

دا ماشین د قزاقستان له باکونور فضایي مرکزه اووه میاشتې مخکې توغول شوی و.