د ازبکستان دولتي اژانس خبر ورکړ چې نهه تنه د شپږو پوځیانو په ګډون د هلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې ووژل شول.
د راپور له مخې (اېم، اې یوسل او یو اویا) ټرانسپورټي هلیکوپټر پرون د ازبکستان په ختیځ کې د فرغانې په سیمه کې ولوېده.
د ازبکستان د دفاع وزارت په بیان کې ویل شوي دي چې په دې پېښه کې شپږ پوځیان او د الوتکې درې عمله وژل شوي دي.
د ازبکستان دفاع وزارت د پېښې د تحقیقاتو لپاره ځانګړی کمېسیون ګمارلی دی.