عراقي پوځیان وایي، د دغه هېواد اېف شپاړلس جنګي الوتکو په موصل کې د داعش سنګرونه په نښه کړي دي او ځواکونهیې پرمختګ کوي.
د راپورونو له مخې عراقي پوځیان له کُردي ځواکونو سره یوځای چې امریکا یې ملاتړ کوي، موصل ښار ته نېږدې شوي دي.
د عراق د نهمې فرقې عمومي قوماندان وویل چې په موصل کې یو شمېر کلي له داعش څخه پاک شوي دي.
دی وايي:
"فدرالي پولیس او د نهمې فرقې زرهپوش ځواکونه ورو-ورو وړاندې کېږي. د سې شنبې په ورځ دوی د الحد او لزاکه کلي له داعشه ونیول او د چهارشنبې په ورځیې د الحد په شمال او لوېدیځ کې یو شمېر کلي ازاد کړل."
موصل په عراق کې د داعش یو غښتلی مرکز دی.
دا ښار په ۲۰۱۴ میلادي کال کې داعش ونیو.
په دغه ښار کې د جګړو له امله په زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.