یوناما: په نهو میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي وګړي وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې "یوناما" په خپل یو راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

یوناما نن په دې راپور کې همدارنګه ویلي چې په دې جریان کې ۵،۸۳۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې د حکومت مخالفې ډلې د ملکي وګړو په وژنو کې ۶۱ فیصده او همدارنګه ۲۳ فیصده نور دولت پلوي ځواکونه ښکېل ګڼل شوي دي.

راپور داهم وايي چې د دغو وژنو ۱۱ فیصده لامل، د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو تر منځ ځمکني جنګونو په ګوته شوي دي.

یوناما همدارنګه په دې راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېره مخ په ډېرېدو ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سرمنشي تادامیچي یاماموتو د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ملکیانو له وژلو لاس واخلي.