ایران: د سیامک او باقر نمازي قضیه کې د امریکا لاسوهنه نه‌منو

د ایران حکومت وايي، د ایراني‎الاصله امریکايي سوداګر سیامک نمازي او د هغه د پلار باقر نمازي د حبس د حکم په قضیه کې به د امریکا هېڅ راز لاسوهنه ونه‎مني.

ایراني چارواکو پرون اعلان وکړ چې سیامک او پلار یې له امریکا سره د همکارۍ په تور په ۱۰-۱۰ کاله بند محکوم شوي دي.

متحده ایالاتو د باقر نمازي د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر پرون په واشنګټن کې د خبرو پر مهال د دواړو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ټونر وویل:

"موږ خپل غږ د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د کارپوهانو له هغو غوښتنو سره یوځای اوچت کړی چې د سیامک او باقر نمازي په ګډون په ایران کې په غیرمنصفانه ډول د ټولو امریکايي اتباعو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي."

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي نن وویل چې د ایران لپاره د امریکايي چارواکو څرګندونې او د ایران د وګړو تر منځ د نفاق اچولو هڅې بې‌اهمیته دي.

د ملګرو ملتونو یونیسف ادارې هم په ایران کې پر خپل دې پخواني کارکوونکي د حبس پر سزا اندېښنه ښودلې.

باقر نمازي مصر، سومالیا او کېنیا کې د دې مؤسسې د استازي په توګه کار کړی دی.

د سیامک نمازي د کورنۍ غړي وايي چې هغه په ۲۰۱۵ کال کې تهران ته له رسېدو سره سم ونیول شو او پلار یې چې د یونېسف متقاعد مأمور و او د امریکا او ایران دوه ګونی تابعیت‌یې درلود، سږ کال په فبرورۍ میاشت کې ونیول شو.