پنټاګون د اسلامي دولت وسلهواله ډله تورنه کړې چې د عراق په موصل ښار کې زرګونه ملکيان د عراقي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د بشري ډال په توګه کاروي.
د پنټاګون ویاند جېف ډېوېس پرون سې شنبه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، له څو اوونیو راهیسې د موصل خلک په زور نیول کېږي او نهپرېښودل کېږي چې له موصله بهر ووځي.
ده زیاته کړه چې ولسي خلک د دوی د خوښې خلاف په موصل کې ساتل شوي.
د راپورونو له مخې شاوخوا یو نیم میلیون ولسي وګړي لاهم په موصل ښار کې ژوند کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان «IOM» پرون خبرداری ورکړ چې داعش ښايي پر موصل د خپلې ولکې د ساتلو لپاره لسګونه زره وګړي د بشري ډال په توګه وکاروي.
«IOM» همداراز ویلي چې د داعش د وسلهوالو لهخوا د کیمیاوي وسلو د حملو احتمال هم شته، ځکه دې ډلې د عراقي کردانو پر ضد هم دا ډول وسلې کارولي دي.