روسیه وايي چې د سوریې په حلب ښار کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په هوايي حملو کې شپږ ملکیان وژل شوي دي.
د روسیې پوځ وايي، دا حملې پرون په حساجیک کلي کې شوي چې څلور نور کسانیې ټپیان کړي او دوه کورونهیې ویجاړ کړي دي.
د روسیې پوځ زیاتوي چې په دې کلي کې یې دوه بلجیمۍ «اف-۱۶» الوتکې لیدلي په داسې حال کې چې په دې سیمه کې د روسیې او د سوریې د پوځ الوتکې نهوې.
د بلجیم دفاع وزارت یوه ویاند هغه راپورونه رد کړي چې ګنې د دې هېواد پوځي الوتکې د پېښې پر مهال په سیمه کې وې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن وویل، مسکو د نړیوالو لهخوا د دې حملو د غندنې تمه لري.
مسکو پرون اعلان وکړ چې د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو د راروانې پنجشنبې په ورځ اته ساعته اوربند ته د لارې هوارولو لپاره د تېرې شپې راهیسې په حلب کې بمبارۍ بندې کړې دي.