افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له موجوده لاسته راوړنو سره-سره لاهم په هېواد کې د کرنې وضعیت د منلو وړ نهدی.
ښاغلي غني دا خبره نن د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د جوړ شوي کرنیز نندارتون په پرانیست غونډه کې وکړه.
ښاغلي غني دغې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې اوس هم څه باندې یو میلیون ټنه غنم له بهره واردېږي.
د کابل اولسم نړیوال کرنیز نندارتون د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د درېیو ورځو لپاره د بادام باغ په سېمه کې پرانیستل شوی.