پروان کې ۶ تنه د ترورېستي فعالیتونو په تور ونیول شول

د پروان په مرکز کې ۶ تنه د ترورېستي فعالیتونو په تور ونیول شول.

د دغه ولایت امنیه قومندانۍ د جنایي پېښو سره د مبارزې مدیر عبدالصمد زلمي وویل، دغه کسان تېره شپه د ملي امنیت ریاست ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

دوی وایي چې له نیول شویو کسانو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.