د کرنې ریاست: بغلان کې د انګورو حاصلات زیات شوي

د سمنګان ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست امر نور محمد نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې سږ کال په حضرت سلطان، او فیرزو نخچیر ولسوالیو کې د انګورو حاصلات ډېر ښه و.

نوموړی وايي، د سږ کال تر پایه به د انګورو حاصلات ۹ زره ټنه ته ورسېږي په داسې حال کې چې تېر کال ۷ زره ټنه وو.

خو ښاغلي نور محمد انګورو ته د بارزا موندنې په برخه کې د اړوندو ارګانونو پاملرنه غواړي وايي چې اوس‌مهال‌یې بازار ښه نه‌دی.