امنیتي مسؤلین وایي، په تېرو دوو ورځو کې فاریاب، هلمند او ننګرهار کې له ۹۰ ډېر وسلهوال طالبان وژل شوي او نېږدې ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسؤل نصرتالله جمشیدي ازادي راډيو ته وویل چې د فاریاب غورماچ ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۷۰ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره شپه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۷ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې بټيکوټ ولسوالۍ لپاره د وسلهوالو طالبانو نومول شوی ولسوال نن سهار د امریکایي ځواکونو د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.
خو وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.