اشرف غني وایي چې لا هم ډېری افغانان غذایي خوندیتوب نه‎لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې لا هم ډېری افغانان غذایي خوندیتوب نه‎لري.

ښاغلي غني نن د یوه کرنیز نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې له ۴۹ نه تر ۶۰ سلنه افغانان غذايي خوندیتوب نه‎لري او د دغه هېواد ۱۵ سلنه وګړي هره شپه په لوږه ویده کېږي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"موږ داسې یو هېواد یو چې هره شپه زموږ ۱۵ سلنه وګړي په لوږه ویده کېږي، موږ داسې هېواد یو چې زموږ غذايي مصونیت د هېواد په عمده برخه له ۴۹ تر شپېتو فیصدو پورې دی."

نوموړي همدارنګه په هېواد کې د کرنې برخې ته د ځانګړي پاملرنې غوښته وکړه.