ننګرهار ولایت کې د بټيکوټ ولسوالۍ لپاره د وسلهوالو طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، نن سهار وختي د بټيکوټ ولسوالۍ په چهاردهي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکې هوايي برید شوی چې له املهیې د بټيکوټ ولسوالۍ لپاره د وسلهوالو طالبانو نومول شوی ولسوال عبدالحیکم چې مشهور په فرمان و، ووژل شو.
نوموړی وايي، په دغه برید کې د مولوي عباس په نوم د یادې ولسوالۍ لپاره د وسلهوالو طالبانو د کمېسیون غړی له دوه نورو ملګرو سره هم یوځای وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو په دې تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نهدي ویلي.