د زرمت او د لویې پکتیا ځوانانو د ټولنو اعتراض

د زرمت او لویې پکتیا ځوانانو ټولنې به نن چهارشنبه غونډه وکړي او په زرمت کې د ښوونځي یوه زده‎کونکي ته د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د یوه غړي له لوري د شوي سپکاوي له امله به د اعتراض غږ اوچت کړي.

د دې ټولنو په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یوه غړي د زرمت ولسوالۍ په باتور لېسه کې له یوه زده‎کونکي جامې ایستلي، هغه‌یې ګواښلی او سپکاوی یې ورته کړی دی.

د لویې پکتیا ځوانانو ټولنې دا پېښه غندلې او د عاملینو د محاکمې غوښتنه‌یې کړې ده.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال وايي، د زرمت ولسوالۍ خلکو له پرونه راهیسې د دې پېښې په وړاندې په اعتراض کې ټول ښوونځي تړلي دي.