د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د عراق شمال کې د موصل ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات به سخت وي خو باور لري چې عراقي ځواکونه به داسلامي دولت وسلهوالې ډلې یا داعش ته ماته ورکړي.
ولسمشر اوباما پرون سې شنبه سپینه ماڼۍ کې وویل، په موصل کې د پوځي عملیاتو پيل د پرمختګ یو بل ستر ګام دی.
د عراق پوځ د دوشنبې په ورځ له داعشه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.
په دې عملیاتو کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوې د عراقي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.