محمد ګلاب منګل د ننګرهار ولایت لپاره نوی والي وټاکل شو.
د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي پرون سې شنبه ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې ښاغلی منګل د دې ولایت قومي جوړښت ته په پام، د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې والي ټاکل شوی دی.
عطاالله خوګیاڼی وايي:
"ګلاب منګل له قومونو سره اړیکې لري او ننګرهار کې بېلابېل قومونه مېشت دي. موږ خوشبین یو چې هغه به د ننګرهار د ولسونو په مرسته، په دې ولایت کې ناامنیو ته د پای ټکی کېږدي."
د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې کمزوری امنیت، هلته د اسلامي دولت په نوم د وسلهوالې ډلې یا داعش فعالیت او له پاکستان څخه د کډوالو د ستنېدو بهیر به هغه ستونزمنې مسئلې وي چې نوی والي به ورسره مخامخ شي.