بلخ کې د کورنیو تولیداتو یو نندارتون جوړ شو

په بلخ کې پرون سې شنبه د کورنیو تولیداتو یو نندارتون جوړ شو.

دا نندارتون د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې تمویل کړی او هدف‌یې د کورنیو محصولاتو لپاره د ښه بازار موندل وو.

په‎ دې نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع او د کوچنیو شرکتونو محصولات د بازاریابۍ لپاره نندارې ته ايښودل شوي وو.

د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د "ابادۍ" په نوم یو پروګرام پيل کړی چې هدف‌یې د افغانستان د خصوصي سکټور او کورنیو تولیداتو له ودې سره همکاري ده.