د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې د ایټالیاوي ځواکونو د کار ستاینه وکړه.
ولسمشر اوباما پرون سې شنبه په سپینه ماڼۍ کې د ایټالیا له صدراعظم ماتیورنزي سره تر لیدنې وروسته، خبریالانو ته وویل:
"په داسې حالکې چې داعش په افغانستان کې د خپل حضور د پراختیا هڅې کوي، ايټالیا د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره خپل مهم رول لوبوي او د دې هېواد له پرمختګه یې خپل ملاتړ جاري ساتلی دی. "
د ایټالیا صدراعظم تېرکال پریکړه وکړه چې د ناټو د "غوڅ ملاتړ "ماموریت په چوکاټ کې خپل یو شمېر عسکر په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې او د قانون حاکمیت ټینګولو لپاره پریږدي.
د ناټو اروپايي غړي په افغانستان کې پنځه زره پوځیان لري.