زرګونو عراقیانو د ترکیې سفارت مخې ته اعتراض وکړ

زرګونو عراقیانو نن په بغداد کې د ترکیې د سفارت مخې ته غونډه وکړه او د عراق په شمال کې د ترکي ځواکونو د حضور په وړاندې یې اعتراض وکړ.

اعتراض کوونکو غوښتنه وکړه چې انقره دې د عراق د حکومت له غوښتنې سره سم موصل ښار ته نږدې خپله پوځي اډه بنده کړي.

مظاهره چیانو چې د تندلاري شیعه مذهبي مشر مقتدی صدر پلویان هم پکې وو، نارې وهلې چې اشغالګرانو له دې ځایه ووځئ.

په عراق کې د ترکي ځواکونو حضور د بغداد او انقرې ترمینځ په اړیکو کې بحران راوستی.

د عراق حکومت وايي ترکي ځواکونو ته یې په خپل قلمرو کې د حضور اجازه نه ده ورکړې او د هغو د وتلو غوښتنه یې کړې ده، خو ترکیې دا غوښتنې له پامه غورځولي او وايي، پوځیان یې په موصل ښار کې د داعش ډلې د وسله والو پرضد جګړه کې عراقي جنګیالیو ته پوځي روزنه ورکوي.