م.م حلب ته د مرستې رسېدو لپاره د امنیتي ضمانت غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د سوریې حلب ښار ته د بشري مرستو د رسولو د عملیاتو له پیل مخکې د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د برخې ویاند یینس لایېرکې نن وویل چې د یو لوري له خوا یو اړخیز اعلان نه بلکې د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه امنیتي ضمانتونه غواړي.

ملګري ملتونه دا اعلان وروسته له هغه کوي چې په حلب کې د را روانې پنجشنبې په ورځ د هوايي حملو له ځنډولو مخکې نن نیمه شپه هلته د روسیې او سوریې د الوتکو بمبارۍ بندې شوې.

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو نن وویل چې بمبارۍ نن په یوه نیمه بجه بندې شوې:

"دې له وخته مخکې اوربند ته اړتیا وه څو د اکتوبر په شلمه نیټه د بشري مرستو د رسولو په مقصد په جګړه کې وقفه عملي شي."

کریملین وايي هوايي حملې د پنجشنبې په ورځ د اتو ساعتونو لپاره ځکه ځنډوي چې ملکي وګړي او مخالف وسله وال د حلب له شمالي برخې په خوندي ډول ووتلای شي.

د شویګو له څرګندونو وروسته د کریملین ویاند دیمیترپ پیسکوف دا د روسیې د پوځ له خوا د ښه نیت یو اقدام وباله.