فیصل: سعودي هر کال افغانستان ته ۴۰۰ بورسونه ورکوي

سعودي عربستان به هر کال افغانستان ته ۴۰۰ د لوړو زده‌کړو بورسونه ورکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې دا خبره د سعودي د پوهنې وزیر له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال وکړه.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"سعودي عربستان به له دې وروسته هر کال افغانستان ته ۴۰۰ د لوړو زده‎کړو بورسونه ورکوي. همداراز د دواړو هېوادونو تر منځ د پوهنتونونو د نښلولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي."

سعودي عربستان له دې مخکې هم ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به یو ستر اسلامي مرکز جوړوي.