افغانستان او ازبکستان یو بل ته د مجرمینو د سپارلو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه د ازبکستان په مرکز تاشکند کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لهخوا لاسلیک شوه.
په دې اړه چې دا مهال څه شمېر افغانان د جرمونو په تور په ازبکستان کې بندیان دي، کره معلومات نهشته.
خبرپاڼه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني همدارنګه له خپل ازبک سیال وغوښتل چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو ملاتړ وکړي.
ښاغلی رباني د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا په ۴۳ غونډه کې د ګډون په هدف په دوه ورځني سفر ازبکستان ته تللی دی.