پسرلی: د افغان سوداګرو ستونزو هواري ته به یوه طرحه جوړه شي

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې د افغان سودګرو ستونزو ته د هواري په هدف به یو طرحه جوړه او ولسمشر ته وسپارل شي.

د سوداګرۍ اوصنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې په همدې هدف نن په کابل کې د "بزنس اجنډا" په نوم یو ګردی مېز جوړ شو.

د ښاغلي پسرلي په وینا په دغه ګردي مېز کې د هېواد په څلورو زونونو کې د سوداګرو د وضعیت د ارزونې په تړاو د هغې سروې موندنې خپرې شوې چې ښیي په هېواد کې افغان سوداګرو څه ستونزې، فرصتونه او پرمختګونه لري.

نوموړی وایي چې دغه ټولې ستونزې او پرمختګونه د غونډې ګډونوال د یوې طرحې په شکل حکومت ته سپاري.

نوموړی وايي چې په دغې غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو، د خصوصي سکټور استازو او د متشبثینو د ودې د ادارې استازو ګډون کړی وو.