ننګرهار کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن اته کلن ماشوم چې درې ورځې وړاندې د جلالاباد ښار اوومې ناحیې اړوند الفت مېنې څخه تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او په جرمیې درې تنه انسان تښتوونکي نيول شوي.
نوموړی وايي، نیول شوي کسان د خوګياڼۍ ولسوالۍ اوسېدونکي دي او په خپلو جرمنو يې اعتراف کړی.