کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له ځینو هېوادونو سره د وسلهوالو طالبانو د نویو اړیکو او معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي وسلهوالو طالبانو د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره ځانګړي استازي ټاکلي.
ورځپاڼې د سیاسي چارو کارپوه جاوېد غفور له قوله لیکلي په افغانستان کې د داعش له وېرې نه یوازې طالبان، بلکې یاد هېوادونه هم له طالبانو سره اړیکې پياوړې کوي او غواړي چې دوی د داعش او امریکا پر ضد وکاروي.
همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې ایا لوبه بدلېدونکې ده؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي امریکا باید په افغانستان کې د خپل نظامي شتون او د داعش د حضور په اړه وضاحت ورکړي او په دې برخه کې د ایران او روسیې ملاتړ هم ترلاسه کړي.
د لیکوال په اند که داسې ونهشي، ممکن له طالبانو د بهرنیانو پټ ملاتړ تر دې هم ډېر شي او بدبختانه د دغو ټولو ضربه به یوازې افغانان ګوري او بس.
سرنوشت:
د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول د روسیې او ایران اړیکې مخامخ د داعش له فعالیت سره تړلې خبره ده.
د سرمقالې د لیکوال په باور که په داعش او وسلهوالو طالبانو بهرنیان پانګونه کوي، د دې معنی دا ده چې په افغانستان کې د پردیو جګړه یو بل پړاو ته داخلیږي او درد به یې افغانان حس کوي.
ملي ارمان:
د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی که جګړه ختمه نه کړو، موږ به جګړه ختم کړي.
بلخوا کابل چاپ یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه لیکنې او تبصرې
کړي.
اصلاح:
اصلاح ورځپاڼې لیکلي له شک پرته که د یوه هېواد اوسېدونکي او د مطبوعاتو کارکوونکياطلاعاتو ته لاس رسی ونه لري، احمتال لري چې د هېواد مشران به له خپلو صلاحتونو او موقف نه ناوړه استفاده وکړي.
د لیکوال په باور په یوه ولسواک نظام کې د ادارو کارکوونکي باید د خلکو پر وړاندې ځواب ورکوونکي وي.
انیس:
د انیس ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې اطلاعاتو ته لاس رسی په حقیقت کې هغه وسیله ده چې په یوه ډیموکراټیک نظام کې شفافیت رامنځ ته کوي او د فساد جرړې باسي.
هېواد:
د هېواد ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي خلکو ته په وخت د معلوماتو ورکول د حکومت ستره غوښتنه ده.
د هېواد د سرمقالې لیکوال رسنیو ته هم سپارښتنه کوي چې له خلکو سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې له نظام سره مرسته وکړي.