جرمني کې د "باسف" په نوم د کیمیاوي موادو شرکت په یوه کارخانه کې د چاودنې له امله دوه تنه مړه او شپږ تنه زخمیان شوي دي.
د چاودنې په سیمه کې دوه کارګر ورک دي.
باسف په نړۍ کې د کیمیاوي موادو تر ټولو ستر شرکت بلل کېږي.
دا چاودنه د راین سیند په غاړه کې د "باسف" شرکت په یوه بېړۍ کې شوې ده.
په دې ځای کې په عمومي ډول له بېړیو مایع طبیعي ګاز او داسې مواد چې اور اخیستلای شي، ښکته کېږي او د تولید مرکزونو ته لېږدول کېږي.
د باسف مسؤلینو پرون دوشنبه وویل چې د احتیاط له مخې یې په سیمه کې ۱۴ نورې کیمیاوي کارخانې بندې کړي دي.