د امریکا له جمهوري غوښتونکو څخه د منصفانه ټاکنې د ډاډ غوښتنه

د امریکا د استازو د جرګې د اقلیتونو مشرې نانسي پلوسي او په سنا کې د اقلیتونو مشر ډموکرات سناتور هري ریډ پر خپلو جمهوري غوښتونکو همکارانو غږ وکړ چې په منصفانه ډول د جمهوري ریاست د ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ ورکړي.

ډموکراتانو دا مسئله تر هغه وروسته راپورته کړه چې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو ادعا وکړه.

ریډ او پلوسي د استازو د جرګې پر مشر پاول راین او په سنا کې د اکثریت پر مشر مېچ مککونیل چې دواړه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي، تور پورې کړ چې د ډونالډ ټرمپ له ادعاوو سره‌یې همکاري کړې او د هغه پرضد يې دریځ نه‎دی غوره کړی.

د راین ویاندې پرون په‎ دې اړه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د استازو جرګې مشر د راروانو ټاکنو د مصونیت په اړه بشپړ ډاډ لري خود مککونیل له لوري لا په‎ دې اړه نظر نه‎دی څرګند شوی.