اروپايي اتحادیې د سوریې حلب کې د روسیې هوايي حملې وغندلې

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون دوشنبه د سوریې حلب ښار کې پر ملکي وګړو د روسیې هوايي حملې په شدت وغندلې.

د دې اتحادیې د ۲۸ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې دا حملې جنګي جنایت ګڼل کېدلای شي.

دغو وزیرانو ټینګار وکړ چې د بشارالاسد رژیم او متحدانو يې په ځانګړي ډول روسیې په حلب کې هوايي حملو ته په بې‌ساري ډول زور ورکړی دی.

د دوی په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په حلب کې په عمدي ډول پر روغتونونو، طبي کارکوونکو، ښوونځیو او بنیادي تأسیساتو بېرلي او کلسټر بمونه غورځول شوي او له کیمیاوي وسلو کار اخیستل شوی دی.

بریتانیې او فرانسې په لوکزامبورګ کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په شدت د روسیې او سوریې د رژیم غندنه وکړه.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، په حلب کې بمبارۍ د بشریت لپاره شرم دی.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فېډریکا موګرېني څرګنده کړه چې په سوریه کې د عملیاتو له امله پر روسیه د بندیزونو پر لګولو غور نه‌کوي خو د بشارالاسد د رژیم پر ضد اقدامات ممکن دي.