ننګرهار کې به ۶ لکه کوچنیانو ته پولیو ضد واکسین ورکړل شي

ننګرهار کې به لږ تر لږه شپږ لکه کوچنیانو ته چې تر پنځو کلونو کم عمر لري، د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

په ننګرهار کې پرون دوشنبه د پولیو یا ماشومانو د فلج پر ضد د واکسین کمپاین پيل شو چې نن به هم دوام وکړي.

په‎ دې ولایت کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ویلي چې په ټول ختیځ زون کې به یو میلیون او ۵۳ زره کوچنیان د پولیو پر ضد واکسین شي.

د ننګرهار ولایت خبرپاڼه وايي، روغتیايي مسؤلینو له ولسي خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.