د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن د سعودي عربستان له چارواکو سره پر یو لړ مهمو دوه اړخیزو او سیمهییزو مسئلو خبرې وکړي.
ښاغلي عبدالله سعودي عربستان ته خپل سفر مهم بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان او اسلامي ټولنې د هېوادونو اړیکې به ورسره پیاوړې شي.
اجرائیه رئیس پر ټویټر لیکلي چې په دې سفر کې د حکومت اووه تنه وزیران او ۲۲ تنه سوداګر ورسره ملګري دي.
ریاض ته د حکومت د اجرائیه رئیس د سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو تر منځ یو شمېر موافقې لاسلیک شي او د افغانستان د سولې پر هڅو به هم خبرې وشې خو په دې اړه نور جزئیات نهدي څرګند شوي.
اجرائیه رئیس پر ټویټر لیکلي چې د جمعې په ورځ کابل ته ستنېږي.