د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي چې ۷۲ ساعته اوربند به چې د جګړې ټولو ښکېلو خواوو پرې موافقه کړې، په دې هېواد کې نافذ شي.
اسماعیل ولد شیخ احمد وویل، دغه اوربند به نن په سیمهییز وخت له نیمې شپې نافذ شي او په ټینګېدو سره بهیې بشري مرستې د هېواد هغو مرکزونو ته ورسول شي چې خلک ورته سخته اړتیا لري.
د یمن په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي چې د دې امکان شته چې دغه اوربند له دې زیات وغځول شي.
د یمن د جلاوطنه حکومت ولسمشر عبداربو منصور هادي تعز ته چې ډېره برخهیې حوثي یاغي ملېشو محاصره کړې، د بشري مرستو رسولو لپاره د لاسرسي غوښتنه کړې وه.
حوثي ملېشې چې ایرانیې ملاتړ کوي او د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادر دي، د یمن پر شمالي ډېرو برخو کنټرول لري.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د یمن په جګړو کې به د ۳۸۰۰ ملکیانو په ګډون شاوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي وي.