د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي چې سږ کال د خبریالانو د وژنو پېښې تر نورو کلونو خورا ډېرې دي.
د دغې ټولنې مشر رحیمالله سمندر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې پر حکومت انتقاد وکړ چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې یې اقدام نهدی کړی.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په زابل کې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون یو خبریال تېر ماښام ووژل شو.
ویل کېږي چې پر یعقوب شرافت د ناپېژنده وسلهوالو لهخوا ډزې شوي چې بیا دغه کسان په تېښته بریالي شوي دي.