د افغان حکومت اجرائیه رئیس وایي، سعودي عربستان ته د سفر پر مهال به په بېلابېلو برخو کې تفاهملیکونه لاسلیک کړي.
عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې دغه سفر د دواړو هېوادونو او سیمې تر منځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې ډېر مهم وباله.
نوموړي زیاته کړه:
"په بېلابېلو برخو کې به دا تفاهملیکونه لاسلیک شي، دا به د افغانستان اړیکې له اسلامې نړۍ سره پراخې کړي، د سیمې او نړۍ په کچه یو مهم ګام دی."
له عبدالله عبدالله سره په دې درې ورځني سفر کې چې سر له ننه پیلېږي د کابینې یو شمېر غړي او دوه ویشت افغان سوداګر هم ملتیا کوي.