ټرمپ: انتخابات به د "نارښتينو رسنيو" له کبله له درغليو ډک وي 

د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د جمهوري پال ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ ويلي، راتلونکي انتخابات به په زياتو انتخاباتي حوزو کې د ده په وينا د "نارښتينو رسنيو" له کبله په بشپړ ډول له درغليو ډک وي.

ټرمپ د ټويټر په څو پيغامونو کې د دغو انتخاباتو د پروسې پر مشروعيت شک څرګند کړى دى.

د ټرمپ دغه څرګندونې د هغه د مرستيال مايک پېنس له خبرو سره په ټکر کې دي.

پېنس مخکې ويلي وو، ټرمپ بېخي تيار دى چې د نوامبر د اتمې نېټې انتخاباتو نتيجه د رسنيو له څرګند تبعيض سره سره ومني.

ډونالډ ټرمپ پرون بيا هم په بل پيغام کې په شمالي کارولينا ايالت کې د جمهوري پال ګوند پر مرکزونو حمله، د هېلري کلېنټن د پلويانو کار وباله او حمله کوونکي يې "حيوانان" وبلل.

په ځواب کې مېرمن کلېنټن د خپل ټويټر په يوه پيغام کې دغه حمله غندلې، وحشتناک او د نه‌منلو وړ کار يې بللى دى.