ایراني چارواکي وایي، د ماډلونو د شبکې یوولس غړي نیول شوي دي.
د تسنیم په نوم د ایران نیمه رسمي اژانس خبر ورکوي چې دې شبکې بربنډ تصویرونه خپرول او په دې ډولیې په ټولنه کې فساد خپراوه.
د راپورونو له مخې دغو یوولسو تنو د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان بلوچستان په ولایت کې فعالیت کاوه.
د ایران دولتي اژانس ایرنا بیا خبر ورکړی دی چې د بربنډو تصویرونو د خپرېدو په تور ۵۰ تنه نیول شوي، خو له نصحیت وروسته خوشې شوې دي.